دايټاليا دکوريره دلاسمر انترنتي سايت اعلا وکړ چې په هالند کې داراسموس دطبي مرکز څيړونکو داسې ويروس توليد کړي دي چې دنړۍ په نيمايي وګړو دسرايت او ددوي دوژنې توان لري .
ددغې ورځپاڼې دليکنې له مخې دغه ويروس چې دچرګانو ديوډول انفلونزا ده مليونونو تنو ته دچټک سرايت او ليږد توان لري او کولاي شي پراختيا ومومي او دنړۍ وګړي نيمايي کړي.
دغه ويروس له هغو خطرناکو ويروسونو څخه دي چې تراوسه پوري توليدشوي دي ددغه ويروس له کشف وروسته داوسنيو څيړنمو دنتيجو دخپريدو په برخه کې ناندري رامنځته شوي دي چې په خپله په نړۍ کې دپوهانو دزياتو انديښنو سبب شوي دي.
همدااوس داسې انديښنې شته چې ددغو څيړنو دنتيجو په خپريدو سره يوناتار رامنځته شي ځکه چې دغه شان ويروس کېداى شي دډله ييزي وژنې په يوه خطرناکه وسله بدله شي .