
کابل، د چنګاښ ۱ ، باختر
د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ د دغه معینیت د رئیسانو غونډه د چارو د آسانتیاوو په موخه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې، دغه غونډه د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معینیت د رئیسانو په ګډون جوړه شوه، د ديپلوم چاپول او د افغان په نړیوال پوهنتون کې د اوبو د کمښت ستونزو په ګډون په مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين د چارو په اسانتيا او خلکو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د اړوندو ادارو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ع