خبرونهفرهنګ

به هرات کې د رسنيو د ملاتړ او څارنې کميټې غونډه وکړه

 کابل ، د چنګاښ لومړۍ نېټه، باختر

د رسنيو د ملاتړ او څارنې  کميټې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولانا نعيم الحق حقاني، د استخباراتو د رياست، د خبريالانو د خونديتوب د کميټې د استازو او د رسنيو د مسوولينو په ګدون د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست استاد نوراحمد کريمي په سالون کې  جوړه شوه.

د دغې کميټې رئيس ولي شاه بهره په دې غونډه کې وويل، چې د دې کميټې موخه د رسنيو د کارونو تنظیمول، د رسنيو د فعاليتونو ملاتړ، د حقيقتونو خپرول، د حکومت له پاليسو سره د رسنيو د مسوولينو بلدتيا او رسنيو ته  د مرستو جذبول دي.

بهره زياته کړه دا کميټه هلې ځلي کوي چې په راتلوونکي کې د رسنيو او حکومت ترمنځ  رامنځته شوي ناوړه تفاهمات له منځه يوسي.

په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولانا نعيم الحق حقاني حکومت د رسنيو ملاتړ کوونکى وباله او د حقيقتونو او د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د پروګرامونو د خپرولو غوښتنه وکړه.

حقاني د دې کميټې د جوړولو هر کلى وکړ او ويې ويل، چې د اسلامي امارت د برياليتوب له وخت څخه تر اوسه پورې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په دغه ولايت کې  له رسنيو سره ښه او مناسب تعامل درلود.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس زياته کړه چې دا کمېټه  په خود جوش ډول  د رسانه يي فعالانو ترمنځ جوړه شوې ده او په هېواد کې  بې سارى دى او هرات په دې برخه کې هم مخکښ دى.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس زياتوي چې اسلامي امارت د رسنيو د کارمخه نه ده نيولې  او هره رسنۍ چې د اسلامي لارښوونو او د ملي ګټو په ساتنې سره کار وکړي مسوولین یې ملاتړ کوي.

\ ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا