سیاست

• د امريکا خاص پلتوونکى: دکابل نړيوال هوايي ډګر د مليونونو امريکايي ډالرو د ليږدونې لاره بللې ده.

• د امريکا خاص پلتوونکى: دکابل نړيوال هوايي ډګر د مليونونو امريکايي ډالرو د ليږدونې لاره بللې ده. 
• دکابل د نړيوال هوايي ډګر د ګمرک رييس: د وزيرانو شورا له پريکړې  وروسته څوک په دې نه دى بريالى شوى چې له شلو زرو امريکايي ډالروڅخه زياتوليږدوي.

کابل باختر دمرغومي اتمه :
د افغانستان لپاره د امريکا خاص پلتوونکى په دې وروستيو وختوکې په خپل نوى رپوټ کې دکابل نړيوال هوايي ډګر د مليونونو امريکايي ډالرو دليږدونې لاره بللې ده .
دباخترآژانس دخبر له مخې: د افغانستان دبياجوړولوپه چاروکې د امريکادمتحده ايالاتو دکانګرس ځانګړى پلټوونکي جان سبکو په خپل وروستى رپوټ کې دکابل نړيوال هوايي ډګر د مليونونو امريکايي ډالرو دليږدونې لاره بللي ده  او ادعا يې کړې ده چې له افغانستان سره مرسته شوې پيسې هم په انتقالي پيسوکې شاملې دي. په داسې حال کې چې بهرته د پيسو ليږول کيداى شي له افغانستان څخه د پانګې د تيښتې په توګه وبلل شي.
دغه راز په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې له مياشتو مياشتو ځنډ وروسته د پيسو د شمېرنې لپاره يوماشين  ودرول شو  خو دغه ماشين دپيسو پرله پسې ګڼې نه معلوموي .
دافغانستان لپاره د امريکاخاص پلتونکى (سيګار ) دغه راز وايي: هوايي لارې يواځنى انتخاب دى چې په غير قانوني ډول د ډالرو د پيسو دليږدونې مخه نيسي. خو امريکايي مقامات د (VIP) له لارې د اشخاصو په واسطه د پيسو دليږدونې په باب خپله انديښنه څرګندوي. ځکه دوى په دې باور دي چې له  دغواشخاصو څخه په غير قانوني بکسونو سره پوښتنې نه کيږي او پيسې د خليج  هيوادونو او نورو ځايونو ته ليږدول کيږي.
  دکابل د نړيوال  هوايي ډګر دګمرک رييس ددغه رپوټ په غبرګوکې دباخترآژانس خبريال ته وويل: د وزيرانو شورا له پريکړې وروسته هيڅکله، هيڅوک په دې نه دى بريالى  شوى چې له شلو زرو امريکايي ډالروڅخه زيات او يا معادل يې وليږدوي. آن هغه کسان چې هره ورځ الوتنې کوي؛ نه شي کولى چې شل زره ډالره وليږدوي .
دسيګار د رپوټ  خپريدل له حقايقو څخه لرې دى. که چيرې څوک زموږ له ماشينونو او بدني چک څخه تير شي؛ دګلوبل  کمپنۍ په واسطه چې د بهرنيانو له خوا اداره کيږي او په هوايي ډګرکې شته، وبه نه کړاى شي چې وليږدوي. زموږ د امنيتي سيستم د ماشينونو ترشاه له مرکزي بانک څخه موظُف هيئت شته چې پيسې شميري.
موږ تېره مياشت په غير قانوني ډول ديوسلو شپاړلسو زرو يورو او دسلو زرو پونډ دليږدونې مخه ونيوله او د هغو ليږدونکى مو ملي امنيت ته سپارلى دى چې هغوى به وروسته عدلي ارګانونو ته وسپاري.
دکابل د نړيوال  هوايي ډګر رييس محمد يعقوب رسولي د سيګار د رپوټ په اړوند وويل: دپيسو دليږدونې په برخه کې ترهغه وخته پورې چې د وزيرانو شورا پريکړه نه وې شوې؛ دغه ستونزه تر يوې اندازې پورې موجوده وه.
د وزيرانو شورا له پريکړې وروسته هيڅوک له شلو زروډالرو څخه زيات نه شي ليږدولى او که چيرې  وليږدول شي؛ د موظفينو له خوا ضبطيږي. 
رسولي زياته کړه: زه د سيګار رپوټ ردوم. خو هغه کسان چې د(VIP) له لارې  تيريږي؛ کولاى شي يوه اندازه پيسې په جيبونوکې وليږدوي، ځکه هغوى نه لټول کيږي او ددغو کسانو له خوا دليږدونې امکان شته.
ديادونې وړ ده چې د امريکاخاص سرپلټوونکى په خپلو پخوانيو رپوټونو کې هم دپوځي  تاسيساتو، ښوونځيو او د نوروسيمو جوړولو  په کارکې څرګندونې کړې دي او د امريکايي پوځيانو د کار په څرنګوالى يې نيوکې کړې دي. خو وروستى رپوټ د هوايي ډګر له لارې په غير قانوني ډول د پيسو د ليږدونې په اړونددى چې کنترول يې د افغان ځواکونو په واک کې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته