د هيواد محکمو د فعاليتونو او کړو وړو د رپوټ اخيستلو بهير پيل شو .
کابل – باختر د مرغومي شپږمه:
د سترې محکمې دعالي شورا په فوق العاده غونډه کې چې نن له غرمې مخکې دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ جوړه شوه ؛ دعالي شورا له خوا له طرحه شوى پوښتن ليک سره سم، دکابل ، پروان او پنجشير د ولايتونو د استيناف محکمو د رياستونو د کار او فعاليتونو رپوټونه واورېدل شول .
د سترې محکمې دخپرونو رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ: دغونډې په پيل کې لومړۍ قاضي القضات د لنډو خبرو په ترڅ کې د رپوټ اخيستلو بهير يو غوره قضايي فرهنګ وباله او د قضايي او اداري د چاروپه لازيات ښه والې او سمون کې دغونډو نتيجو د اغيزمن بللو په ترڅ کې دمحکمو رييسانو ته فرصت ورکړ چې خپل رپوټونه وړاندې کړي .
وروسته دکابل ولايت د استيناف محکمي رييس فضاوتمل صديق الله حقيق ، د پروان ولايت د استيناف محکمې رييس قضاوت پوه محمد رحيم کريمي، دکاپيسا ولايت د استنياف محکمې رييس قضاوت پوه محمد عزيز سروري او دپنجشيرولايت د استيناف محکمې رييس قضاوت پوه عبدالشکور اخند زاده دخپلو اړوندو محکمو دکار او فعاليتونو تفصيلي رپوټونه وړاندې کړل او د سترې محکمې د عالي شورا د غړو پوښتنو ته يې توضيحات وړاندې کړل .
په پاى کې قاضي القضات د نننۍ رپوټ اخيستنې دبهير په څيړنې سره زياته کړه: دمحکمو دکاري رپوټونو په اورېدو اوکتنې سره، احساس شوه چې په کارونوکې يو ډول خوځښت او پرمختګ او همغږى شته او د چارو اجرا کول په هدفمند ډول پرمخ ځي .
ستره محکمه په پام کې لري چې د رپوټ ورکولو دبهير دمحکمو د ستونزو او چلنجونو مهم موارد دکاري لومړيتوب لرونکو پروګرامونو د برابرولو په مقصد تحليل او څيړي چې له شک پرته به دچارو د ښه سمون او پرمختګ په لاره کې زياته مرسته وکړي .
هغه څه چې دټينګاروړ دى دا دى چې د يوې معياري او ستندردې قضا په جوړولو کې، دقضايي سلوک رعايتول دى .
ددې کار ارزښت ابو موسى اشعري ته دحضرت عمر ( رض ) په ليک کې په ښه توګه څرګند دى او دخلکو د رضايت په ترلاسه کولوکې دقضايي برياليتوب دکيلي په توګه دى او د نړيواله عدالت په نظم کې هم ځانګرې ځاى لري .
د افغانستان خلک چې دخپل وقار او حيثيت ساتنه په ټولو مسئلو غوره بولي؛ دقاضيانو په ګډون د دولتي مرکزونو له خوا دمطلوب سلوک هيله لري او له دې امله دقضاييه قوې دخدماتي کارکوونکو په ګډون، ټول قضايي او اداري منسوبين مکلف دي چې خپله پاملرنه دغې موضوع ته زياته متمرکزه کړي او هلې ځلې وکړي چې دخلکو زړونو ته لاره پيداکړي او په مطلوب چلند اوسلوک سره دقضا دمقام په نسبت دهغوى اعتماد او باور زيات کړي .
قاضي القضات دڅيړنې په دوام ، دقضايي علني غونډو جوړول دکاري شفافيت څرګندوي وبلل او هغه يې دقضا اصلي مشخصه وبلله چي له امله يې قاضي کولى شي په څيړنې وړ قضيه کې خپل قضايي قوت او صلابت وښيي او دعادلانه پريکړې په صادرولو سره، دقضايي اعتبار او شفافيت ممثل وي .
قاضي القضات دغه راز دحاضري دضوابطو په رعايتولو دقضايي جامو ، دمحکمو دفترونو او چاپيريال د نظافت او پاکوالې په رعايتولو پورې اړوندې مسئلې ډيرې مهمې وبللې او ټينګار يې وکړ چې د استيناف محکمو رييسان دې په دغو ټولو مواردو کې لازمه پاملرنه او اهتمام وکړي .