خبرونهنړۍ

۸۵ سلنه اسرایلیان په خپل حکومت باور نه لري

 نړۍ، د غوايي ۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

يوه نظر پوښتنه، چې د اسرایلي رسنۍ یدیعوت احرونوت او د ریچمن پوهنتون د ازادۍ او مسولیت انسټیټیوټ له لوري ترسره شوې او نن دوشنبې خپره شوې، ښيي، چې ۸۵ سلنه اسرایلیان پر صهیونست حکومت لږ او یا هم بېخي باور نه لري.

دغه نظر پوښتنه ښيي، چې ۶۴ سلنه اسرایلیان فکر کوي، هېواد یې له لوی ګواښ سره مخ دی او ۶۵ سلنه نورو بیا ویلي، چې د روانې جګړې له پیل راهیسې ارام خوب نه لري.

نظر پوښتنه کې وړاندې راغلي، چې د روانې جګړې له پیل راهیسې ۷۳ سلنه اسرایلیان له رواني فشار او اضطراب سره مخ دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دغې جګړې وروسته د صهیونست سیاسیونو ترمنځ د بې اتفاقۍ خبرونه هم خپاره شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته