کابل باختر دمرغومې پنځه ويشتمه
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت ۸۲ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
باختر اژانس د ملي دفاع وزارت د خبر پاڼې له خولې خبر راکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ترسره شويو عملياتو په بهير کې ۳۳ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ، ۴۹ تنه ټپیان او د داعشيانو د يو سيمه ېيز قومندان په ګډون ۸ تنه ډار اچوونکي ونيول شول .
دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار،کاپیسا، پکتیا، غزني ، روزګان ، هرات ، کندز بدخشان، بغلان او دهلمند د ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې ترسره شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ