۷ اوکتوبر ۲۰۲۳ تر ۷ فبروري ۲۰۲۴؛ غزه کې د روانې جګړې زیانونه په دې ډول دي
نړۍ, د سلواغې ۱۸ مه, بهرنۍ رسنۍ
غزه کې د صهیونستي پوځ او د حماس غورځنګ په ګډون د فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ د روانې جګړې پوره ۴ میاشتې اوړي او تر دا مهاله یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، چې د ډېرو هغو مسول یې اسرایل او د هغه ملاتړي هېوادونه لکه امریکا دي.
غزه کې د روانې جګړې (۷ اوکتوبر ۲۰۲۳ تر ۷ فبروري ۲۰۲۴) ځاني زیانونه:
-د غزې ټول نفوس ۲،۳ میلیونه تنه دی، چې ۴۷ سلنه یې ماشومان دي، له دغې ډلې ۸۵ سلنه یې له خپلو مېنو بې ځایه شوي، چې ۱،۷ میلیونه یې د کډوالو لپاره په ځانګړیو شویو پنډغالو کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.
-دغې جګړه کې په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه تر ۳۰ زرو پورې کسان وژل شوي \ شهیدان شوي، چې ۲۷ زره ۵۸۵ تنه یې فلسطینیان او پاتې نور یې اسرایلیان، یمنیان، سوریایان، لبنانیان، عراقیان او ایرانیان دي.
-جګړه کې صهیونست پوځونو هم د پام وړ زیانونه لیدلي، رسمي شمېرې ښيي، چې تر ۵۵۰ زیات سرتېري یې وژل شوي، خو غیرې رسمي شمېرې، چې ممکن تر ډېره سمې هم وي، د صهیونست پوځونو د مرګ ژوبلې شمېره زرګونه تنه یادوي.
یادونه: په وژل شویو کې ملکي وګړي، ژورنالېستان، روغتیایي او مرستندویه کارکوونکي او نور شامل دي.
غزه کې د روانې جګړې (۷ اوکتوبر ۲۰۲۳ تر ۷ فبروري ۲۰۲۴) مالي زیانونه:
مالي زیانونه:
– دغې جګړه کې ۳ سوه او ۶۰ زره د اوسېدو کورونه، ۳۹۰ تعلیمي او تحصیلي مرکزونه، ۲۷۶ مسجدونه، کلیساګانې او نور عبادت ځایونه، ۱۳ روغتونونه، ۱۲۲ امبولانسونه، ۱۱ نانوایانې او سېلوګانې او نور سړکونه، ودانۍ، پارکونه او نورې ودانۍ یا په بشپړه توګه ویجاړې شوي او یا هم زیانمنې شوې دي.
د دغو مالي زیانونو کره شمېره نه ده معلومه، خو حالاتو ته په کتو ممکن میلیاردونو ډالرو ته ورسېږي.