خبرونهنړۍ

۶۳۰ تنه تلفات؛ غزه کې یو بل صهیونست اشغالګر وژل شوی

نړۍ، د زمري ۲۲مه، باختر 

د اسرایلو صهیونست اشغالګر پوځ خبر ورکړی، چې یو پوځي یې پرون یکشنبې د غزې په سویل کې له فلسطیني مجاهدینو سره په نښته کې وژل شوی دی.

اشغالګر پوځ، چې د خپلو تلفاتو اصلي شمېر نه اعلانوي، د تېرې جولای میاشتې په پای کې ویلي و، چې د غزې په روانه مخامخ جګړه کې یې ۳۲۹ پوځيان وژل شوي دي.

باید وویل شي، چې د تېر کال د اوکتوبر پر اوومه نېټه د حماس غورځنګ په عملیاتو کې ۳۰۰ اسرایلي پوځيان وژل شوي و، چې د روانې جګړې د ټولو وژل شویو شمېر ۶۳۰ تنو ته رسیږي.

خو د ځینو اسرایلي او نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې غزه کې تر دا مهاله زرګونه اسرایلي پوځيان وژل شوي، ټپیان شوي او یا هم سخت معلول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته