۶۱ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.

کابل باختر دمرغومې پنځه ويشتمه
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت ۶۱ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
باختر اژانس د ملي دفاع وزارت د خبر پاڼې له خولې خبر راکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ترسره شويو عملياتو په بهير کې د ۸ تنو قوماندانانو او دوه تنو پاکستانيانو په ګډون ۳۷ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول، ۲۴ تنه ټپيان او پنځه تنه نور مشکوک کسان ونيول شول .
دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي ځواکونو په ملاتړ د کونړ، کاپیسا ، ارزګان، هرات ، کندز ، بغلان او دهلمند د ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې ترسره شول.