۵ ولایتونو کې د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تور ۱۷تنه نیول شوي دي
کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
کورنیو چارو وزارت وايي چې د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په پنځو ولایتونو کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او د قاچاق او پلور په تور یې ۱۷ تنه نیول شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې ۱۰ تنه د څه باندې ۶ کیلو چرسو او یوه اندازه نشه یي توکو په تړاو په کابل، دوه تنه له ۵ کیلو چرسو سره په فراه، دوه تنه په بدخشان او دوه په نیمروز ولایت کې نیول شوي دي.
ورته مهال، یادو منسوبینو د نشه یي توکو یوه کارخونه له ۲ زره ۳۸۰ اومانو سره په بادغیس او یوه کارخونه په فراه ولایت کې له ۲۵۰۰ کیلو مانو سره موندلې او سوځولې ده.