اسعد اباد باختر د زمري ۱۷ مه
د کونړ ولایت په غازي اباد او اسمار ولسواليو کې د ګډو افغان ځواکونو پیل شوي عملیات د وسله والو طالبانو د دریو تنو مهمو غړو په ګډون د ۵۱ تنو مخالفينو په وژل کېدو سره پای ته ورسېدل.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر آژانس ته په رالېږدول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ترسره شویو عملیاتوکې د وسله والو طالبانو د دریو تنو مهمو غړو، د اسمار ولسوالۍ لپاره نومول شوی نظامي قوماندان سلطان محمد ، دغې ولسوالۍ ته نومول شوی ولسوال مولوي حضرت علي او د غازي اباد ولسوالۍ ته د نومول شوی ولسوال مولوي عمران په ګډون ۵۱ تنه مخالفين وژل شوي او شپږ تنه نورټپيان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو مخالفينو له خوا ۶ ځای پر ځای شوي ماینونه او د دوی یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
ویل کېږي په ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وکړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال
0 1 دقیقه لوستل