۴ تنه وسله وال طالبان په لوګرکې ووژل شول .

پل علم باخترد وږي ۲۱
۴ تنه وسله وال طالبان تیره شپه په لوګرولایت کې ووژل شول .
د لوګرولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپوراحمدزي باختراژانس ته وویل چې دغه طالبان د لوګرد مرکز او د څرخ اوبرکي برک په ولسوالیوکې د هیواد د پوځیانوپه هوايي او ځمکنیوعملیاتوکې  ووژل شول .
احمدزي زیاته کړه چې په دې پیښه کې شپږتنه نور وسله وال طالبان ونیول شول او د دښمن یوه اندازه چاودیدونکي توکي هم له منځه تللي دي .
د لوګرولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې د جګړې په بهیر کې یوه کوچنۍ نجلۍ شهیده شوه او د یوې کورنۍ دوه تنه غړي ټپیان شول ختم ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته