۳۵ زره عبادت کوونکي؛ الاقصی مسجد کې د تراویح لمونځ ادا شو

نړۍ، د کب ۲۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

د فلسطیني وافا خبري اژانس خبر ورکړی، چې تېره شپه د بیت المقدس په الاقصی جومات کې د ۳۵ زره عبادت کوونکو په ګډون د تراویح لمونځ ترسره شوه.

خبر کې وړاندې راغلي، چې اسرایلي ځواکونو جومات ته د ځوانانو د ننوتلو مخنیوی کاوه.

عبادت کوونکو کې ښځې، انجونې او ماشومان هم شامل و.

پرون ځینو رسنیو بیا راپور ورکړی و، چې وړمه شپه اسرایلي ځواکونو جومات ته د عبادت لپاره د خلکو له ورتګ سره مخالفت کړی و او ان ځینې کسان یې ډبولي هم و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته