امنیت

۳۱۷ طالب بندیان ازاد شول

کابل / د زمري ۱۲ مه / باختر د جمهوررییس له فرمان سره سم په تېرو دوو ورځو کې ۳۱۷ تنه طالب بندیان خلاص شول د ملي امنیت شورا دفتر معلوماتو له مخې؛ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جمهوررییس له فرمان سره سم د اختر په دوو ورځو کې د پروان له مرکزي توقیف خونې او نورو ولایتي زندانونو څخه ۳۱۷ تنه طالب بندیان خوشې شول. یاد بندیان د سولې په هڅو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ښه نیت، د تاوتریخوالي د کمیدو او د مخامخ خبرو د ژر تر ژره پیل په نیت خوشې شوې دي. د بندیانو د خلاصون دا لړۍ دوام پیدا کوي، چې د جمهور رییس له فرمان سره سم دا شمېر تر ۵۰۰ پوري ورسېږي. دولت تر اختر وړاندې ۴۶۰۰ طالب زندانیان ازاد کړي وو، چې له دغو ۵۰۰ بندیانو سره به د ټولو ازادوشویو بندیانو شمېر ۵۱۰۰ ته ورسېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته