۲۹ زره شهیدان؛ غزه کې ناورین ورځ تر بلې پراخیږي
نړۍ، د سلواغې ۲۸ مه، بهرنۍ رسنۍ
غزه کې د فلسطین د روغتیا ادارې چارواکي وایي، چې د اسرایلو او حماس غورځنګ ترمنځ روانه جګړه کې د ټولو فلسطیني شهیدانو شمېر ۲۸ زره ۷۷۵ او د ټپیانو شمېر بیا ۶۸ زره ۵۵۲ تنو ته رسېدلی دی.
د چارواکو په خبره سیمه کې ناورین ورځ تربلې مخ په پراخېدو دی.
دغه راز غزه کې د اوربند د ټینګېدو هڅې روانې دي، خو د ښکېلو لوریو د شرایطو د پېچلتیا له امله تر دا مهاله له ناکامۍ سره مخ دي.
همدارنګه دغې جګړې غزې ته میلیاردونه ډالر زیان هم اړولی او تر یو میلیون زیات کسان یې د لوږې له ګواښ سره مخ کړي دي.