خبرونهنړۍ

۲۵۰ ورځې جګړه؛ غزه کې نږدې ۳۳ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نړۍ، د غبرګولي ۲۳مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې حکومتي چارواکي وایي، چې دغې تړانګه کې د صهیونست رژیم د بریدونو او روانو ظلمونو له امله ۱۵ زره ۶۴۹ فلسطیني ماشومان شهیدان او ۱۷ زره نور ټپیان شوي دي.

ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان مشرتدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي، چې غزه کې ۸ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له زورورې خوارځواکۍ سره مخ دي.

غزه کې د روانې جګړې له امله تر دا مهال ټولټال ۳۷ زره ۲۰۲ تنه فلسطینیان په شهادت رسېدلي او نږدې ۸۵ زره (۳۴ زره ۹۳۲) تنه ټپیان شوي دي.

دغې څه باندې اته میاشتېنۍ جګړه کې د غزې ۷۵ سلنه خلک، له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي او اوس مهال پنډغالو او ځانګړیو شویو ځایونو کې په دېر بد وضعیت کې ژوند کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته