کابل، د وږي ۲۹مه، باختر
د ۲۰۳ منصوري قول اردو مسوولینو په تېرو درېیو کلونو کې د زره ګونه بېلابېلو وسایطو او وسلو د بیا ترمیم خبر ورکړی دی.
د یادې قول اردو د تخنیک مدیریت مسوول قومندان عبدالحنان افضلي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د یادې قول اردو د تخنیکي ټیم له لوري د سویل ختیځ زون په کچه ۴ زره ۵۸۰ بېلابېل نقلیه وسایط او ۱۱۰۰ بېلابېلې غټې او وړې وسلې، چې ډي سي توپونه، پیکاوې او نورې بېلابېلې وسلې په کې شاملې دي د یادې قول اردو د تخنیکي ټیم له لوري ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په یادو ترمیم شویو وسایطو کې هاموې ټانکونه، رنجرې، انټرنیشنل موټر ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.