۱۷بهرنیو سیلانیانو د پروان د توپدرې له سټوپې څخه لیدنه وکړه
کابل، د وري ۵ مه، باختر
د پروان سیمه ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د توپدرې له سټوپې څخه پرون ۱۷ ټایلنډي سیلانیانو لیدنه کړې ده.
د پروان د اطلاعاتو اوکلتور ریاست د ګرځندوی آمر عتیق الله صافي د توپدرې سټوپې د ارزښت په اړه سیلانیانو ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې د توپدرې سټوپه یوه له تاریخي آبداتو څخه ده، چې شاوخوا ۲۰۰۰ کاله لرغونتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي ترڅو سیلانیانو ته لاډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.
په ورته وخت کې د سیلانیانو د ډلې مشرپول، پروان ولایت ته د خپل سفرموخه د تاریخي او لرغونوځایونو څخه لیدنه وبلله او ویې ویل:«، موږ ته معلومه شوه افغانستان یو با امنه او د ژوند ريښتنی هېواد دی او په نړۍ کې ترټولو په زړه پورې هېواد دی».
یادو سیلانیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هرکلي څخه د مننې ترڅنګ له نورو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو څخه هم وغوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي او له تاریخي او لرغونو ځایونو څخه لیدنه وکړي.