۱۶ زره تلفات؛ سعودي او قطر غزه کې د انساني فاجعې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې

نړۍ، د لېندۍ ۱۵ مه، بهرنۍ رسنۍ

د سعودی عربستان ولیعهد او د قطر امیر له لوري په یوه ګډه خبرپاڼه کې د اسرایلو له لوري غزه کې د رامنځته شوې انساني فاجعې د پای او مخنیوي غوښتنه کړې ده.

دواړو محمد بن سلمان او تمیم بن حمد ال ثاني ویلي، چې د نړیوالو فشارونو له لارې باید اسرایل دېته اړ کړل شي، ترڅو د ملکي وګړو له په زوره بېځایه کولو څخه لاس واخلي.

دغه راز د ملګرو ملتونو ځانګړي ګزارشګر هم په غزه کې د ملکیانو د قتل عام د سملاسي درولو غوښتنه کړې ده.

دې سره جوخت د حماس سیاسي ډلې یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي، چې له اسرایلو سره هېڅ ډول خبرو ته نه کېني.

دغې ډلې له اسرایلي لوري سره خبرو ته کښېناستو یواځېنۍ لاره د یو دایمي اوربند ټینګېدل بللي دي.

دغه راز د وروستیو راپورونو پر اساس اسرایلو د غزې په بېلابېلو برخو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او دغلته د ټولو شهیدانو/ وژل شویو فلسطینیانو او نورو شمېر ۱۶ زره ۲۴۲ تنو ته رسېدلی او دغه شمېر لا مخ پر ډېرېدو دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته