۱۰۴ مه ورځ؛ غزه کې د جګړې ورستي حالات، د شهیدانو شمېر نږدې ۲۴ نیم زرو ته رسېدلی

 نړۍ، د مرغومې ۲۸ مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې د حماس غورځنګ په ګډون د فلسطیني جهادي ډلو او صهیونستي پوځ ترمنځ د روانې جګړې د ۱۰۴ مې ورځ سهار هم پر غزې د اسرایلو له لوري پر هوایي بریدونو پیل شوی او لسګونه فلسطیني ملکي وګړي په کې شهیدان شوي او ټپیان شوي دي.

د نن تر ټولو خونړی برید د رفح ښار په ختیځ کې د ملکیانو په یو کور تر سره شوی، چې شل تنه په کې شهیدان شوي دي.

د جګړې په نننۍ ورځ فلسطیني جهادي ډلې هم په کراره نه دي ناستې او یو ویاند یې ویلي، چې د سهار په پیل کې د غزې د جبالیا سیمې په جبل الریس سیمه کې یې د صهیونستي پوځ یوه پوځي راټولېدنه او وسایط د لرې کنټرولېدونکي توغندي په واسطه ویشتي او ظالم پوځ ته یې ګڼ زیانونه اړولي دي.

د رسنیو د راپورنو له مخې اسرایلي ځواکونو دغه راز په اشغالي سیمو کې هم بریدونه زیات کړي او همدارنګه د فلسطیني ځوانانو نیول یې هم زیات کړي دي.

غزه کې د فلسطیني روغتیایي چارواکو له قوله دغې جګړه کې د فلسطیني شهیدانو شمېر ۲۴ زره ۴۴۸ تنو او د ټپیانو شمېر ۶۱ زره ۵۰۴ تنو ته رسېدلی دی.

همدارنګه په اشغالي سیمو کې د روانې جګړې له امله زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته