یو چینایی شرکت غواړي په افغانستان کې زر میګاواټه برېښنا تولید کړي 

کابل، د غويي ۱۲مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین مولوي حمدالله زاهد، په خپل کاري دفتر کې د چینايي «جې.اې.ډي.آی» شرکت له مسئولینو سره وکتل.

باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ  وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د «جې.اې.ډي.آی» شرکت مسئولینو، په افغانستان کې د ۱۰۰۰ میګاواټه په وړتیا، د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د انرژۍ معین هم، په افغانستان کې د یاد شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او د دغه وزارت له لوري یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دواړو لوریو د دغې پانګونې لپاره د زمینې چمتو کېدو او عملي چارو د پیلېدو په خاطر، پر لا زیاتو همغږیو او د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته