خبرونهاقتصاد

یو چینایي شرکت په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

 کابل ، د ثور ۲۰مه ، باختر

د چین د (HJMALC) شرکت استازي د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور سره په کتنه کې، په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې خبرپاڼه کې چې نن دغه وزارت خپره کړې ده، ویل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د دغه شرکت د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

دغه راز په دې کتنه کې د « Huangpu Jiang Ming and logistics company» شرکت استازي، په هېواد کې د انرژۍ د توليد لپاره د بندونو جوړولو پروژو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې او له اوبو او انرژۍ وزارت څخه يې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور هم په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د یاد شرکت د لېوالتیا هرکلی کړی او د زمینې په برابرولو کې یې هغه ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د کتنې په پای کې، دواړو لوریو پر لازمې همغږۍ ټینګار کړی او یادونه یې کړې ده چې د لازمو معلوماتو له ارزونې او د پانګونې د شرایطو له مطالعې وروسته به د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شي چې له مخې یې عملي اقدامات پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دغو وروستیو کې په هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت او د فساد د له منځه وړلو په دلیل، په بېلابېلو سکټورونو په تېره بیا د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لېوالتیا زیاته شوې ده.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته