کابل، د زمري ۱۶مه، باختر
د چین د «جین شین» سوداګریز شرکت استازي ینګ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین مولوي احمدالله زاهد سره په کتنه کې، افغانستان کې د موټرو واردولو په برخه کې پر پانګونې چمتووالی ښودلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، د «جین شین» سوداګریز شرکت استازي ویلي چې دغه شرکت چمتو دی د شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، په افغانستان کې د باروړونکو موټرو او اسکواټرو د واردولو په برخه کې پانګونه وکړي.
هغه زياته کړې چې دغه شرکت غواړي د يادو وسایطو نندارتون او د ترميم ورکشاپ هم جوړ کړي چې لسګونو کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين هم د ښاغلي «ينګ» د خبرو تر اورېدو وروسته، په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې او په یاده برخه کې يې د هر اړخيزو همکاريو ژمنه کړې ده.
هغه ويلي چې اوسمهال په افغانستان کې کورني او بهرني پانګه وال، د پانګونې په برخه کې يو شان امتيازات لري.