امنیت

یو ځوان په نیمروز کې ووژل شو

– کابل / باختر/ د چنګاښ۱۱ مه
ناپېژاندو وسله والو کسانو پرون په نیمروزکې یو ځوان په ډزو سره وواژه.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول ناصر ابراهیم امیني د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه ځوان د پوهنتون محصل و او ناپېژاندو وسله والو هغه د زرنج ښار فرخي ښوونځي ته څېرمه وواژه.
پولیسو د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره تحقیقات پیل کړي دي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته