کابل، د لړم ۸مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د نجیب سلیمان هندي شرکت له مرستیال منور لال سره په کتنه کې، د انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې، د هندي شرکت مرستیال ویلي چې چمتو دي په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست هم، د ياد شرکت د پانګونې هرکلی او ويلي یې دي چې اوسمهال له هره پلوه په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او دغه وزارت په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو شرکتونو، په افغانستان کې د انرژۍ توليد په برخه کې پر پانګونې لېوالتيا ښودلې وه.