خبرونهامنیتټولنه

یو ماشوم تر اختطاف کېدو پنځه کاله وروسته پیدا او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

کابل،غبرګولې۴مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت وايي چې هغه ماشوم یې د اختطاف کوونکو له منګولو ژغورلی چې پنځه کاله وړاندې په کندهار کې تښتول شوی و.

یاد ماشوم مبارک شاه نومېږي چې وړمه ورځ د کابل پولیسو په هڅو پیدا او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په بلخ او کندز ولایتونو کې هم دوه ماشومان له اوږدې مودې وروسته د اختطاف چیانو له منګولو وژغورل شول.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته