خبرونهاقتصادټولنهTOP

یو شمېر چینايي پانګه وال په افغانستان کې د لمریزې برېښنا په برخه کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

کابل، د مرغومې ۳۰مه، باختر

په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي امارت سرپرست سفیر سردار احمد شکیب له یو شمېر چینایی پانګه والو سره د سفارت په مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې چینايي پانګه والو وویل د چې غواړي افغانستان کې د لمریزې برېښنا په برخه کې د ٥٠٠ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

ورته مهال سردار احمد شکیب یادو پانګه والو ته ډاډ ورکړ چې افغان حکومت اقتصاد محوره پالیسۍ تعقیبوي او هر هغه پانګونې ته ښه راغلاست وايي چې شفافه او د عامو افغانانو په ګټه وي.

یاده دې وي چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د پانګونې ښه زمینه برابره شوې او تر دې دمه لسګونه ملي او بهرنیو پانګه والو په هېواد کې د پانګونې ټټر وهلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته