یو شرکت په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا وښوده

– کابل ، د ثور ۱۷مه ، باختر
د «Sunray Energy Group» استازي عبدالکریم کبیر، د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور سره په کتنه کې، په هېواد کې د انرژۍ پراختیايي پروژو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اوبو او انرژۍ وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د یاد شرکت استازي په افغانستان کې له اوبو، لمریزې او بادي سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې په اړه لېوالتیا ښودلې او په دې برخه کې یې د اوبو او انرژۍ وزارت د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې، د اوبو او انرژۍ سرپرست هم د «Sunray Energy Group» استازي ته ډاډ ورکړی چې د انرژۍ د تولید لپاره د پانګونې په برخه کې همکاري کوي.
د کتنې په پای کې د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه د لا زیاتو ناستو پر جوړولو ټینګار شوی او د هېواد د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه، د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره اړینه بلل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دغو وروستیو کې په هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت او د فساد د له منځه وړلو په دلیل، په بېلابېلو سکټورونو په تېره بیا د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لېوالتیا زیاته شوې ده.
وهاج