یو ترکی شرکت چمتو دی په افغانستان کې د انرژۍ د تولید پروژو کې پانګونه وکړي

کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر
د «مګما» ترکي شرکت مسئولینو، د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره په کتنه کې، افغانستان کې د انرژۍ د تولید پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د «مګما» سوداګریز شرکت مسئولینو ویلي چې چمتو دي په افغانستان کې د انرژۍ د تولید پروژو کې پانګونه وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست هم، د یاد شرکت د لېوالتیا هرکلی کړی او یادونه یې کړې چې اوسمهال له هره پلوه په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
هغه د یاد ترکي شرکت مسئولینو ته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته