امنیت

یو بندي د جېل له خلاصېدو وروسته خپله مور ووژله

کابل/ باختر/ دغبرګولي ۲۵مه
د فاریاب پولیسو پرون یو سړی د خپلې مور د وژلو په اړوند ونیوه.
د فاریاب پولیسو ویاند کریم یورش د باختر آژانس خبریال ته وویل چی ۳۳ کلن جمال الدین، تېر کال له هغه وروسته چې د پولیسو له خوا ونیول شو او بندي شو، له جېل څخه له خلاصېدو وروسته، خپله ۶۳ کلنه مورپه چاړه ووژله او خپل تره یې ټپي کړ.
خبرځای زیاته کړه: نیول شوی سړی رواني ستونزه لري او له هغه څخه څیړنې دوام لري.  پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته