خبرونهنړۍ

یو بل اروپایي هېواد سلوانیا هم د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند

نړۍ، د غبرګولي ۱۶ مه، بهرنۍ رسنۍ
سلوانیا د پارلمان مشر اورسکا کلاکوکر زوپانسک نن چهارشنبې سهار له الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې د هېواد دغه پرېکړه به یې منځني ختیځ کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.
د سلوانیا لومړي وزیر رابرت ګلوب د ټوېټ په یو پیغام کې فلسطینیانو ته مبارکي ورکړې، زیاته کړې یې ده، چې د هېواد دغه پرېکړه یې د غزې د اوسېدونکو او اشغلي فلسطین کې د عامو خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ګټوره ده.
د سلوانیا پارلمان چې ۹۰ څوکۍ لري د ۵۰ اکثریتو مثبتو رایو سره یې د فلسطین دولت د رسمیت پېژندنې پرېکړه تایید کړه.
د سلوانیا تر پرېکړې یوه اوونۍ مخکې درې نورو اروپایي هېوادونو ناروې، ایرلنډ او هسپانیا هم د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته