یو امیر او یو مسیر؛ هېواد د هراړخیز ثبات پر لور کوټلي ګامونه اخلي
تبصره
کابل، د لړم ۲۰مه، باختر
د هېوادونو د کنټرول او مدیریت کولو لپاره یوه مهمه موضوع د مرکزي حکومت شتون دی، چې الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان له دغه ستر نعمت څخه برخمن شوی او له همدې امله هره ورځ په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ په لور کوټلي ګامونه اخلي.
د مرکزي حکومت او ادارې د شتون ترڅنګ د یو امیر شتون هم اړین دی او له امیر څخه بشپړ اطاعت بیا تر ټولو ډېر مهم دی، هغه څه چې افغانستان یې د اوس لپاره لري.
دلته غواړم د اطاعت او فرمانبرداري یو څو بېلګې ستاسو مخې ته کېږدم، چې د اسلامي امارت له راتګ سره یې موږ او تاسو ټول شاهدان یو.
کله چې عالیقدر امیر المومنین حفظه الله په ټول هېواد کې د نشه یې توکو د کر، تولید او کاروبار د بندیز فرمان ورکړ، نو ورسره سم دغه فرمان پلی شو او الحمدلله افغانستان په نړۍ واله کچه له دغې بدنامۍ څخه خلاص شو.
دغه راز کله چې د افغانستان واګې اهل او له شرعي اصولو سره سم نظام ته وسپارل شوې، نو د فساد په برخه کې افغانستان د جدول له سر څخه راښکته او اوس مهال له فساد څخه د خالي هېوادونو په قطار کې ځای لري.
د اطاعت بله مهمه بېلګه په حکومتي بستونو کې د اشخاصو او افرادو د ګومارنې موضوع ده، چې د امیر له امر او حکم سره سم د چارواکو ادلون بدلون راځي او هېڅوک د دې جرئت نه لري، چې د امیر له دغه امر څخه سرغړونه وکړي.
نو کله چې یوه ټولنه یو امیر او یو مرکزي حکومت ولري، هغه هرومرو د یو مسیر له لارې د بریاوو تر هسکو رسیږي او پرمختګ کوي.