کابل، د وږي ۱۷مه، باختر
د حسیب صفي عاشوري سوداګریز شرکت رئيس عبدالحمید عاشوري او چینایي شریکانو یې (الکس چن او سو توان) د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره په کتنه کې؛ د برېښنا د تولید بندونو په پروژو کې پر پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د حسیب صفي عاشوري سوداګریز شرکت رئيس او چینایي شریکانو یې په افغانستان کې د برېښنا د تولید بندونو د جوړولو په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست هم، په افغانستان کې د برېښنا بندونو د جوړولو پروژو کې د یاد شرکت د پانګونې د لېوالتيا هرکلی کړی او له مسئولینو څخه یې غوښتنه کړې چې د ګلبهار بند، باغدرې بند، په بغلان کې د کیله ګي بند، په تخار کې د مامي کلا بند او په بادغیس کې د مرغاب پر سیند باندې د بند جوړولو په پروژه کې پانګونه وکړي.
هغه ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.
په دې کتنه کې همدا رنګه په یادو پروژو کې د پانګونې په موخه د عملي چارو پر پیل ټینګار شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره، په هېواد کې د اوبو او انرژۍ د تولید په پروژو کې پانګونې ته د کورنیو او بهرینو شرکتونو لېوالتیا ډېره شوې ده.
20 1 دقیقه لوستل