یو ازبکستاني شرکت د افغانستان د اوسپنې کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه
کابل، د کب ۹مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د ازبکستان د «بي.اې هولډینګ» شرکت له رئیس سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو او په ځانګړې توګه په هېواد کې د سراسري امنیت په اړه خبرې شوې دي.
دغه راز د یاد شرکت رئیس، د افغانستان د اوسپنې کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم د پانګونې په خاطر د یاد شرکت د لېوالتیا هرکلی کړی او د هر راز پانګونې په برخه کې یې د لازمو همکاریو او آسانتیاوو برابرولو ژمنه کړې ده.