سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

یوګانډا سره لوبه؛ نیمه پایلوبه کې د افغانستان شتون حتمي دی

کابل، د غبرګولي ۱۵مه، باختر

تبصره

امریکا او ویسټنډیز کې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام پیل شو، چې افغانستان په کې خپله لومړۍ لوبه نن د یوګانډا پر وړاندې ترسره کړه او افغان اتلان وتوانېدل، چې په ډېر لوی توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د یوګانډا پر وړاندې لوبه کې بریا ترلاسه کول په هر صورت، خو د پام وړ ټکی په کې دا وه، چې افغانستان دغه لوبه په ډېر لوړ توپیر وګټله او په ريښتوني ډول یې د نړۍ د یوې لویې لوبډلې رول ولوباوه.

یوه خبره باید سپینه شي هغه دا، چې یوګانډا هم کوچنۍ لوبډله نه ده، ځکه کله چې د افریقا او نړۍ د دومره لوبډلو له منځه نړیوال جام ته لاره پیدا کوي، نو معلومه خبره ده، چې کمزورې لوبډله نه ده.

که د رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ زړورې لوبې ته پام وشي، نو هغه وخت به دریاد شي، چې کله افغانستان په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ زیږدیز کلونو کې هندوستان، اسټرالیا او جنوبي افریقا سره لوبې کولې.

یوګانډا سره تر لوبې کولو وروسته افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې، نیوزیلنډ، ویسټنډیز او پاپو نیوګیني سره لوبو ته لا چمتو شو او دغه راز ښایي کمزوري ټکي هم ورته معلوم شوي وي، چې باید په راتلونکو لوبو کې څه وکړي.

دغې لوبې وښودله، چې افغانستان د لویو لوبډلو لکه نیوزیلنډ په وړاندې هم مقابله کولی شي او که په خپل ګروپ کې یې نیوزیلنډ او ویسټنډیز سره د توپوهنې په برخه کې دغسې لوبه وکړه لکه د یوګانډا پر وړاندې چې ګربز او ابراهیم وکړه، نو بریا د افغانستان ده، ځکه توپ اچونه کې افغانستان په کافي اندازه وړتیا لري او کولای شي د سیالې لوبدلې لوبغاړي ډېرو منډو ته پرې نږدي او یا هم له ورکړل شوي هدف څخه په اسانه توګه دفاع وکړي.

که افغانستان په ګروپي سیالیو کې بریالی شو، نو په اتو غوره لوبډلو کې هم بریالی کېدای شي، ځکه مخکېنیو تجربو ښودلې، چې افغانستان بریالی شوی، نو د مخکې تګ روحیه یې لاپسې پیاوړې شوې.

د افغانستان د بریا په هیله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته