یوویشت طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي ۳۰مه / باختر
یوویشت وسله وال طالبان تېره شپه په ننګرهار کې ووژل شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاني باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د ننګرهار د شېرزادو او حصارک ولسوالیو په مربوطاتو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
خوږیاڼي زیاته کړه چې په دغو نښتو کې ۸ نور وسله وال طالبان ټپیان شول.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته