کابل / د زمري ۴مه / باختر
په تخار کې ۲۱ وسله وال طالبان پرون مازیګر په هوایي برید کې ووژل شول.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند عبدالهادي نظري باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د تخار په مرکز پورې اړوند پُل جلاد، صافي ها، آهنګرانو، عزیز خان او نهرچمن کلیو کې په خپلو پټنځیو کې ووژل شول.
نظري زیاته کړه چې د دغو بریدونو په بهیر کې د طالبانو د یو قومندان احظارالله او او یو قاضي مولوي صابر په ګډون ۱۲ نور وسله وال طالبان ټپیان شول او د هغوی دوه پیکا، درې توغندي، ۱۵ کلاشینکوفونه، یو درازنوف او مهمات له منځه یوړل شول.
پای/شکریه
9 د یوې دقیقې څخه لږ