خبرونهسیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

یووالی؛ افغانان له مودو وروسته په یووالي کې د ژوند کولو خوند ولید

کابل، د کب ۱۲ مه، باختر

تبصره

که د احمد خان ابدالي د امپراطورۍ پر مهال د هغه د زامنو او لمسیانو ترمنځ له خپل منځي اختلافاتو را واخلو، نو افغانستان تر ننه پورې د خپلو بچیانو په خپل منځي اختلافاتو کې ګټه نه ده کړې او همدا دلیل دی، چې د نورو هېوادونو په پرتله ډېر شاته پاتې دی.

دا سمه ده، چې که انتقاد، نیوکه او اختلاف د وطن د ابادۍ او د افغانانو د سرلوړۍ لپاره وشي، نو ښه خبره ده، خو که د شخصي خصومت او کینې له مخې وشي نو دا باید ومنل شي، چې دا ډول خلک به هم الله ج ته ملامت وي، هم خلکو او هم ځان ته.

اسلامي امارت هم د هېواد تاریخ ته په کتو دا مهمه وګڼله، چې په راتګ سره سم  عمومي عفوه اعلان کړي، تر څو تېرې ټولې دښمنۍ پای ته ورسېږي او افغانان وکولی شي د امن په فضا کې له یو بل سره د مینې او محبت ژوند وکړي.

د اسلامي امارت مشران په دې پوهېږي، چې تر لسیزو جګړو وروسته نور دا هېواد امن او خلک یې یوالي ته اړتیا لري او باید داسې کړنلاره غوره کړي، چې وکولی شي افغانستان کې د تعصب او تربګني لمن ټوله کړي او د عمومي عفوې تګلاره پلې کړي، چې الحمدلله دغه چاره بریالۍ او اوس ټول هېوادوال کولی شي په ډاډه زړه د یو او بل ترڅنګ ژوند وکړي.

ټولو افغانانو او د دې هېواد فرد فرد ته پکار ده، چې د مغرضو کړیو پر وړاندې ودرېږي او په دې برخه کې د اسلامي امارت ملاتړ وکړي، تر څو بیا ځلي افغانستان د شریرو کړو لومو ته و نه لوېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته