خبرونهامنیتاقتصاد

یوه زیاته اندازه شراب په ننګرهار کې کشف او ضبظ شول

جلال اباد / دلیندۍ ۱۲/ باختر
یوه زیاته اندازه شراب د ملي امنیت د ځانګړو مامورانو په عمیلتو کې کشف او ضبط شول.
یو سړی د دغې پېښې په اړوند نیول شوی دی.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، دغه شراب پرون ناوقت د ننګرهار جلال اباد ښار په حلقوي واټ کې کشف شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د باختر اژانس خبریال ته وویل چې له دغه موټر څخه یو زرو پنځه سوه لیتره شراب تر لاسه شول.هغه وویل چې د شرابو بشکې په یوه بی پلیټه باروړنکي موټر کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای شوې وې او د لېږدونې په حال کې وو.
نیول شوى سړى په خپلو لومړنیو نحقیقاتو کې په ننګرهار کې د شرابو په لسګونو مورده قاچاقو اعتراف کړی دی .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته