یونیسف: اسرایلو په غزه کې ۱۳ زره ماشومان وژلي

نړۍ، د کب ۲۸ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندق په خپل تازه راپور کې ویلي، چې صهیونست ځواکونو د تېر کال د اوکتوبر له اوومې نېټې راهیسې ۱۳ زره فلسطیني ماشومان وژلي، زرګونه یې ټپیان کړي او سلګونه زره نور یې له زده کړو بې برخې کړي او اوس مهال د سختې لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

یونیسف ویلي، چې د غزې ماشومان د ډېرې کمزورۍ له امله ان د ژړا کولو انرژي هم نه لري.

د راپورونو له مخې غزه کې د جګړې له امله زرګونه نور ماشومان یا خو بې سرپرسته شوي او مور او پلار یې په جګړه کې له لاسه ورکړي او یا خو بې ګوره شوي دي.

د دې سربېره د غزې ماشومان له نورو ګڼو ستونزو سره هم مخ دي، چې اسلامي او نوره نړۍ يې په مرسته کولو کې پاتې راغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته