امنیت

یونما: د غزني امنيتي حالت عادي بڼه غوره کړې ده

کابل باختردوږي دمياشتې٦ نيټه :    
د ملګرو ملتو سازمان وايي چې د غزني ښار امنيتي حالت عادي شوى دى او خلک د جګړې د ويجاړيو په بيا رغاونه بوخت دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د ملګروملتو د سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر ويلي دي: څه موده مخکې  د وسله والو طالبانو د بريد په نتيجه کې د ملکي وګړو او پوځيانو په ګډون په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته او يوشمېر دولتي ودانۍ زيانمې شوې.
د ملګروملتو سازمان ددفتر په اعلاميه کې ويل شوي دي: اوس خلک د ويجاړو شويو ودانيو په بيارغاونه بوخت دي، ټيلفوني شبکې بيا فعالې شوې او د اوبو او برښنا بهير هم عادى شوى دى او دولتي ادارو ته د خلکو تګ راتګ پيل شوى دى.
په اعلاميه کې زياته شوې ده: هغه ماينونه او چاويدونکي توکي چې په واټونوکې ښخ کړاى شوي وو، شنډ کړاى شوي او واټونه د ترافيکو پرمخ پرانستل شوي دي .
د ملګروملتو په اعلاميه کې ويل شوي دي: يوويشتو زرو تنو ته چې د جګړو له امله له خپلو کورونو څخه بېځايه شوي دي، مرستې برابروي او تر اوسه پورې يوولسو زرو تنو ته ضروري مرستې برابرې شوې دي او دغه بهير دوام لري.
پاى ج ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته