یونسکو: د افغانستان د تاریخي ابدو او سیمو ساتنې په برخه کې خپل فعالیتونه پراخوو

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر
د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په افغانستان کې د یونسکو سازمان له رئیسې پتریشا او مل پلاوي سره وکتل.
نوموړي په دغه کتنه کې د هېواد د تاریخي آبدو او فرهنګي سیمو د وضعیت په تړاو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره زیات شمېر تاریخي ابدو ته رسیده ګي شوې، لسګونه هغه آبدې، چې له خطر سره مخ وې ترمیم شوې دي او د تاريخي آثارو د قاچاق او غصب مخه ډب شوې ده.
عزيزي زياته کړه، چې اسلامي امارت د هېواد تاریخي او کلتوري هویت ساتنې ته ژمن دی او له نړیوالو کلتوري ټولنو څخه غواړي، چې له سیاسي ملحوظاتو پرته په دغه برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د یونسکو سازمان مشرې په دغه کتنه وویل د کلتوري ميراثونو د ساتنې په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې د ستاينې وړ دي.
نوموړې زیاته کړه یونسکو په روان ميلادي کال کې د افغانسان د کلتوري او تاریخي هویت د ساتنې لپاره خپلو فعالیتونو پراخوي.
هغې زیاته کړه، چې یونسکو د غور ولایت منار جام د استحکام لپاره او د بامیانو اونورو ځينو سيمو د ساتنې او مرستو لپاره د یو نوي پلان له مخې کار پیل کوي او همدارنګه په افغانستان کې د هنرمندانو (خطاطان، مناتوران، نقاشان) د ظرفیت لوړونې لپاره به هم له وزارت سره منسجمې برنامې پلې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته