سیاست

یوناما په افغانستان کې خپله ستراتیژیکي بیا کتنه بشپړه کړې ده

کابل_باختر د زمري د مياشتې١٦مه
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت مشر تداماچي یاماموتو نن له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کي وویل،‌چي دوی په کابل کي خپله ستراتيژیکي بیا کتنه بشپړه کړې ده.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
هغه وویل، چي د نوي ستراتيژۍ سره به ډېر تمرکز د افغانستان د سولي پر مسئله وي او دې موضوع ته به تر نورو مسائلو وړاندي د لومړیتوب په توګه کتل کيږي.
ده زیاته کړه،‌چي یوناما د ملګرو ملتونو د اړوندو او نورو کمک کونکو ادارو ترمنځ‌د همږغۍ پر زیاتوالي هم کار کوي او هڅه به یې دا وي،‌چي دا چاره پیاوړې سي.
ښاغلي یاماموتو د ټاکنو په پروسه کي‌د اجرائیه رئیس په مشرۍ د امادګیو وروستۍ ناستي مثمري وبللې او غوښتنه یې وکړه، چي دا ناستي دي دوام پیدا کړي.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله خوښي وښوده، چي د یوناما ستراتیژیکي بیا کتنه بشپړه شوې او په راتلونکي کي به ډېر تمرکز د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولي پر پروسې باندې وي.
هغه وویل،‌چي افغان حکومت هم د امنیتي‌هڅو ترڅنګ د سولي هڅو ته ډېره پاملرنه کړې او ددې برخي تقویت د ستونزي د اساسي حل په توګه وړاندي‌ کوي.
ده زیاته کړه،‌چي د ټاکنو پروسه به د ټاکنو د کمېسون په مشرۍ او مالکیت او د حکومت په ملاتړ په ټول سرعت سره مخ ته ځي او په دې برخه کي به د خلکو توقعاتو ته رسیدګي وشي.
اجرائیه رئیس په دغو برخو کي د بریا لپاره د سیاسي نظام تقویت مهم وباله او زیاته یې کړه،‌چي د حکومت په سطحه نوي ټاکنې د سمون لوري ته مهم ګامونه دي چي اخستل شوي دي.# 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته