یوناما: د افغانستان ۷۰ سلنه سیمې له چاودېدونکو توکو څخه پاکې شوې دي
کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونیت دفتر (یوناما) ویلي چې په افغانستان کې ۷۰ سلنه سیمې د چاودېدونکو توکو له شتون څخه پاکې شوې دي.
دغه دفتر زیاته کړې چې افغانستان هغه هېواد دی چې په کې د نړۍ په کچه د ماین پاکۍ لومړنی بشري پروګرام (MAPA) پیل شوی دی.
دغه بنسټ همدا راز زیاته کړه چې د دغو فعالیتونو له پیل راهیسې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام نږدې ۱۴ میلیونه چاودېدونکي توکي له منځه وړي دي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان د تېرو څه باندې ۴۰ کلونو جګړو پرمهال لسګونه میلیونه چاودېدونکي توکي پاتې شوي چې اوسمهال هم د دغه هېواد د وګړو ژوند ته لوی ګواښ دی.