فرهنګ

یوشمېر لرغوني آثار، ملي موزیم ته وسپارل سول!

کابل- باختر د کب دمياشتې ١٥ :
د فاریاب ولایت په مربوطاتو کي یو شمېر لرغوني آثار چي د هیواد امنیتي ځواکونو نیولي ول، نن د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني په حضور کي، ملي موزیم ته وسپارل سول.
باختر آژانس ته په رارسيدلي خبر کې ويل شوي دي.
د بېلابېلو تاریخي دورو څخه د راپاتو دغو آثارو د غیرقانوني لېږد په تور نیول سوی شخص تر پوښتنو لاندي دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د ملي امنیتي ځواکونو څخه په مننه، د ملي موزیم مسوولینو ته ددغو آثارو د څېړني او مسلکي ترمیم هدایت وکړ.
په یوه بله لیدنه کي ښاغلي  عبدالباري جهاني د ځوانانو په چارو کي د اولسمشر د سلاکار ښاغلي شمیم خان کټوازي او ورسره د پکتیکا د یوشمېر فرهنګي شخصیتونو سره، د پکتیکا پر فرهنګي وضعیت خبري وکړې.
ښاغلي جهاني د پکتیکا څخه د راغلي کلتوري پلاوي تر خبرو او وړاندیزونو اورېدلو وروسته، د هیواد په عمومي او په ځانکړي ډول د پکتیکا په کلتوري وده کي، ځوانو فرهنګپالو ته، بېلابېلي سپارښتني وکړې.
د یوه بل خبر له مخي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر نن، په اسلام کي د ښځي مقام او د اسلام او قوانینو له نظره، د جنسي تاوتریخوالي څېړلو کنفرانس ته په وینا کي، پر هیوادوالو ږغ وکړ چي د مېرمنو د حقونو د تامین موضوع ته پاملرنه وکړي.
نوموړي د سالمي ټولني د لرلو په موخه، د ټولني دغي نیمي برخي ته اړتیا مهمه او په دې برخه کي د عامه پوهاوي په موخه سمینارونه او کنفرانسونه،د اهمیت وړ وګڼل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته