خبرونهنړۍ

یمن؛ حوثیانو د امریکا اېم کیو ۹ الوتکه راغورځولې

نړۍ، د وږي ۱۸مه، بهرنۍ رسنۍ
د یمن حوثي وسلوالو نن یکشنبې ادعا کړې، چې د امریکا اېم کیو۹ یو بې پیلوټه الوتکه چې میلیونونه ډالر ارزښت لري، هغه وخت راغورځولې، چې د دوی تر کنترول لاندې سیمه کې د الوتنې په حال کې وه.
امریکا په دې اړه څه ندي ویلي، خو له انګلستان سره په ګډه یې پر حوثي وسلوالو د تازه بریدونو خبر ورکړی دی.
د یمن په خاوره کې دننه او دغه راز سور سمندرګي کې د حوثي وسلوالو او د امریکا په مشرۍ د لویدیځ ائتلاف ترمنځ تاوتریوخوالی وروسته له هغې زور واخیست، چې امریکا او ځینو نورو لویدیځو هېوادونو د ملکي فلسطینیانو د شهیدانولو لپاره اسرایلو سره مرسته وکړه.
غزه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې دواړه لوریو ترمنځ وخت ناوخت، توغندیز، ډرون او هوایي بریدونه تبادله کیږي، چې درانه زیانونه له ځان سره لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته