خبرونهنړۍ

ګیله من زلنسکي لوېدیځ په بې غورۍ تورن کړی

نړۍ، د وږي ۲۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له سي ان ان شبکې سره مرکه امریکا او په ټوله کې خپل لوېدیځ ملګري د کیف په اړه په بې غورۍ تورن کړي، زیاته کړې یې ده، چې روسیه خپلې الوتکې پر اوکراین د برید لپاره په ډېره لرې فاصله کې استفاده کوي او د دغو الوتکو د ویشتلو لپاره کیف لرې واټن ویشتونکو وسلو ته اړتیا لري، خو لوېدیځ اوکراین ته دغه اجازه نه ورکوي.

زلنسکي دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې تازه امریکا، برتانیا، جرمني او ځینو نورو هېوادونو اوکراین ته له ورکړل شویو وسلو پر روسیې د برید لپاره اجازه نه ورکوي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او نورو چارواکو لوېدیځ او امریکا ته خبرداری ورکړی، چې اوکراین سره د لرې واټن ویشتونکو وسلو مرسته به د روسیې او لوېدیځ ترمنځ د مخامخ جګړې د پیل په مانا وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته