سیاست

ګډه امنيتي غونډه جوړه شوه

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٩ :
دنړيوالې ټولنې دمرستو دښه جذب   او دهېواد په امنيتي بنسټونو کې  دهغو داغيزمنتوب دکچې دلوړولو په برخه کې دهېواد دامنيتي بنسټونو دظرفيت دلوړولو دڅرنګوالي په باب دخبرو په مقصد دجمهوري رياست دلومړي مرستيال محمد يونس قانوني په مشرۍ نن له غرمې وروسته  دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې ګډه امنيتي غونډه جوړه شوه.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
ددغې غونډې په پيل کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال  دافغانستان دامنيتي ځواکونو دروزنې اوسمبالولو په لاره کې   دمالي مرستو په وړاندې کولو کې دامريکا دمتحده ايالاتو په ګډون ددوستو هېوادونو  تيارى  دافغانستان اسلامي جمهوريت ته يو ډير ښه  چانس وباله او زياته يې  کړه چې بايد له دغو فرصتونو څخه په ښه توګه استفاده وکړو.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه، بايد ټولې لازمې  هلې ځلې وکارو  چې دافغانستان دامنيتي بنسټونو اړونده پرسونل او ادارې    په ښه توګه له دغو مرستو څخه داستفادې لپاره خپل ظرفيت  او وړتياوې لوړې کړي چې دا کار کيداى شي  له دښمن  او ددوى دلارې پرسر له نورو پرتو خنډونوسره په مقابله کې  ددوى دمهارتونو دکچې  په لوړولو اوپه ښه توګه سمبالولو کې رغنده  او ګټور وي .
په دې  غونډه کې دماليې وزير ډاکتر حضرت عمر زاخيلوال  زموږ له هېواد سره دمرستې لپاره دشيکاګو او توکيو په کنفرانسونو کې  دنړيوالې ټولنې دژمنو په باره کې رڼا واچوله او ويې ويل  ، چې ددغو ژمنو دليږدونې بهير له  ٢٠١٥ ميلادي کال څخه پيليږي او دماليې وزارت هلې ځلې کوي چې  دغه مرستې په ښه توګه دافغانستان ددولت په بنسټونو کې ولګولې شي .
ده زيادونه وکړه  داسې پروګرامونه ترلاس لاندې نيول شوي دي چې په اجرا کولو سره به يې په لګښتونو کې سمپا وشي اوپيرودنې هم په داسې ډول ترسره شي  چې دحکومت شتمنۍ په سمه توګه وساتلې شي .
دغه راز په دې غونډه کې  دملي دفاع اودکورنيو چارو دوزارتونو او دملي امنيت  دلوى رياست مسوولينو په دې برخه کې  خپل  نظريې وړاندې کړې  چې  ګنې  دا يو واقعيت  دى  چې کولاى شي دسنجول شويو لارو  چارو په غوره کولو سره  له دغو مرستو څخه  په ښه توګه استفاده وکړي  اودخپلو بنسټونو  اړتياوې لرې  کړي .
په غونډه کې پريکړه وشوه چې دهېواد دفاعي او امنيتي بنسټونه دې دبشري منابعو دپراختيا  او له مرستو څخه  دګټې اخيستنې په محور کې دظرفيتونو دلوړولو په لاره کې روښانه طرحه   برابره  اودخبرو لپاره  دې  په راتلوونکي  ګډه امنيتي غونډه کې  وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته