ګاما نړیوال ساختماني شرکت غواړي په افغانستان کې د ريل پټلۍ په برخه کې پانګونه وکړي

کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت د «ګاما» نړيوال ساختماني او تجارتي شرکت د اجرائيوي کمېټې له غړیو سره وکتل.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د «ګاما» نړيوال ساختماني شرکت د اجرائيوي کمېټې غړیو ویلي چې دغه شرکت غواړي په افغانستان کې د کانونو د استخراج په بدل کې، د ريل پټلۍ په برخه کې پانګونه وکړي او له دې لارې هرات، نيمروز، کندهار او نور اړوند ولايتونه له چابهار سوداګریز بندر سره وصل کړي.

همدا رنګه، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست، د افغانستان د اقتصادي سکټور د پرمختيا لپاره د «ګاما» شرکت پانګونه مهمه بللې او د دغه شرکت د پانګونې د هرکلي ترڅنګ، په دې برخه کې يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د يادونې وړ ده چې ګاما يو نړيوال ساختماني شرکت دی چې له ۲۰۱۲م کال راهيسې په ساختماني، تجارتي، انرژۍ او د کانونو د استخراج په برخه کې فعاليت کوي او د ريل پټلۍ جوړولو په برخه کې د مشهور «آر.زیډ.ډي» روسي شرکت قراردادي غړی هم دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته